د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، د پاکستان حکومت اجازه نه ده ورکړې، چې د کراچۍ ښار په جناح پارک کې خپله اعتراضيه غونډه وكړي.
د دې غورځنګ يوه غړي محسن داوړ د جمعې په ورځ پر ټوېټر په ويډيويي پيغام کې وويل، د پاکستاني حکومت د فشار له كبله د غونډې د ځاى بدلولو ته اړ شوي دي.
نوموړي زياته كړه، دوى پرېكړه كړې، چې د جناح پارک پر ځاى په سهراب ګوت سيمه کې غونډه جوړه كړي.
د داوړ په وينا، د پښتون ژغورنې غورځنګ دا غونډه د يكشنبې په مازديګر څلور بجې پيلېږي.
بايد وويل شي، چې ياد غورځنګ په پاکستان کې د پښتنو د مدني حقونو او له هغوى سره د تبعيض، د پښتنو د غير قانوني توقيفونو، هدفي وژنو او لادرکۍ په ضد سوله ييزه مبارزه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ