ads

د غور ولايت د شهرک ولسوالۍ اوشان سيمه طالبانو ونيوله

د غور ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت د شهرک ولسوالۍ اوشان سيمه طالبانو نيولې ده.

نویسنده: mayar
22 غویی 1397
د غور ولايت د شهرک ولسوالۍ اوشان سيمه طالبانو ونيوله

د غور ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت د شهرک ولسوالۍ اوشان سيمه طالبانو نيولې ده.

د غور د پوليسو وياند اقبال نظامي کليد ته وويل، تېره شپه طالبانو د اوشان په سيمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړ او د دولتي سرتېرو له څو ساعته مقاومت وروسته دغه سيمه طالبانو ونيوله.

د نظامي په خبره، په دې بريد کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو بل سيمه ييز پوليس ټپي شوی دی.

خو ځينې سرچينې وايي په دغه بريد کې ۲۰ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

اما د غور د پولیسو وياند د ډېرو امنیتي ځواکونو وژل کېدل نه رد او نه هم تاييد کړل.

له بل لوري د غور والي ناصر خاضع وايي، مرستندوی ځواکونه سيمې ته استول شوي دي.

خاضع زياتوي، سيمې ته د دغې سرتېرو په رسېدو سره به د امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله هم اعلان شي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA