ads

د خوست په ادارو کې ځوانان اغېزناک کار کوي

له هغه وروسته چې په خوست ولايت کې د ازادو سياليو له لارې يو شمېر ځوانان په دولتي دندو وګمارل شول، په دغه ولايت کې يې په ښه حکومتولۍ کې مهم رول لوبولی دی.

نویسنده: mayar
22 غویی 1397
د خوست په ادارو کې ځوانان اغېزناک کار کوي

له هغه وروسته چې په خوست ولايت کې د ازادو سياليو له لارې يو شمېر ځوانان په دولتي دندو وګمارل شول، په دغه ولايت کې يې په ښه حکومتولۍ کې مهم رول لوبولی دی.

چارواکي وايي، ځوانان له نوې ټکنالوژۍ سره بلد دي، عصري زده‌کړې يې کړې دي، ډېر کار کوي او په اداري فساد کې هم ککړ نه دي.

د خوست ولایت مقام د بشري سرچینو رییس نقیب الله متونوال وايي، په وروستیو کې ډېر نوي ګمارل شوي رییسان ځوانان دي، چې د ازادې سیالۍ له لارې یې دندې ترلاسه کړې او دوی هم ډېر ځوان مامورین په دندو ګمارلي، چې په دې سره ادارې ځوانې شوې او په ښه حکومتولۍ کې یې مرسته کړې ده.

متونوال وایي، حکومت لوستو ځوانانو ته د کار فرصت ورکوي، څو ادارې پیاوړې شي او د اداري فساد مخه ونيول شي: ((ډېره ترجيح دې ته ورکوو چې ځوانان راشي، هغوی دندې ترلاسه کړي، ځوانان لوړې زده کړې، له لېسانس پورته زده کړې لري، حتا دوکتورا لري، معلومداره ده چې د دوی زده‌کړې، د دوی انرژي، دا به د چارو په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.))

نوموړی زياتوي، هغه ځوانان چې د ازادو سياليو او رقابت په پايله کې او د سي بي ار د پروګرام په چوکاټ کې راغلي دي، ډېری يې ځوانان دي: ((عموما د دوی عمرونه د ۳۰ او ۳۵ کلونو ترمنځ وي.))

د ځوانو مامورینو یو ښېګڼه داده، چې دندې ته په وخت حاضرېږي او خپلې چارې په لنډ وخت کې په ښه توګه ترسره کوي. قدیرګل سنګین په یوه حکومتي اداره کې د یوې برخې عمومي مدیر دی: ((زه په خپل ټاکلي وخت دندې ته حاضرېږم، هغه نور ځوانان چې زما سره په دفتر کې دي زما په څېر دي، ځوانان ځکه ښه کار کولای شي، چې دوی له کمپيوټر سره بلد دي، له انټرنټ سره بلد دي او په نوې ټکنالوژۍ پوهېږي.

کارپوهان هم په دې باور دي، چې په ادارو کې د لوستو ځوانانو ګمارنه به حکومتي چارې له پڅ حالت څخه راوباسي.

د خوست ولايت يو ځوان سردار شفق وايي، ځوانان په عصري زده کړو سمبال دي، له همدې کبله کولای شي، کارونه ښه او چټک پرمخ يوسي.

له بل لوري عام خلک وايي، په وروسیتو کې د ځوانو دولتي مامورینو په ګمارل کېدو سره په چارو کې اساني راغلې او کارونه يې ژر حلیږي.

شاوخوا لس کلونه وړاندې په خوست ولايت کې د لېسانس په درجه د زده‌کړو لرونکي هم ډېر په سختۍ موندل کېدل خو په دغه ولايت کې د شيخ زايد دولتي او څو نورو شخصي پوهنتونونو په فعاليت سره اوس مهال هلته په زرګونو لېسانس، په لسګونو ماسټران او څو تنه دوکتوران وجود لري.

که څه هم په خوست ولايت کې په دولتي ادارو کې د ځوانانو د جذب کچه ورځ په ورځ لوړېږي خو د افغانستان په يو شمېر نورو ولايتونو کې بيا ډېری د لوړو زده‌کړو لرونکي ځوانان له بې کارۍ سر ټکوي او په دولتي ادارو نيوکه کوي چې کارکوونکي یوازې د اړيکو له لارې او يا د رشوت په مقابل کې په دندو ګمارل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA