ads

كابل او اسلام اباد د سوداګريزو اړيكو ښه كولو هوكړه وکړه

كابل او اسلام اباد د سوداګريزو اړيكو ښه كولو او د اقتصادي فعاليتونو او ټرانزيټ د ښه تنظيم لپاره د نورو ګامونو پورته كولو هوكړه وكړه.
له افغانستان څخه يو سوداګريز پلاوى اسلام اباد ته تللى و او هلته يې د پنجشنبې په ورځ د پاكستان د سوداګرۍ له وزارت سره يو تړون لاسليک کړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 غویی 1397

دواړو خواوو همداراز د سوداګرو په وړاندې د پرتو خنډونو او ستونزو پر لرې کولو او ختمولو هم هوكړه وكړه.
افغان پلاوي د پاکستان د سوداګرۍ له وزير سره هم ليدلي دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال وايي، د ياد تړون پر بنسټ به د كابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ډېرې ستونزې حل شي.
نوموړي پر خپلې ټويټر پاڼې ليكلي، افغان پلاوي له پاکستاني لوري سره درې ورځې خبرې وکړې.
د افغان پلاوي مشري د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيالې کاملې صديقي کوله، چې د نورو اړوندو وزارتونو استازي هم ورسره وو.
د راپورونو له مخې، په دې وروستيو كې د افغانستان او پاكستان ترمنځ سوداګري له بل هر وخت ډېره کمه شوې ده.
د سوداګرۍ په اړه د پاکستان سختې تګلارې، سياسي ستونزې، وخت ناوخت د تورخم دروازې تړل كېدل او ځينې نور هغه علتونه دي، چې د دواړو هېوادونو سوداګري يې کمه کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA