ads

فراه كې ۲۰ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فراه ولايتي چارواكي وايي، په دې ولايت كې تېره شپه پر څلورو امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو ډله ييزو بريدونو كې ۲۰ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي وياند ناصر مهري كليد ته وويل، په فراه رود سيمه كې اته، په پشت رود ولسوالۍ كې درې، په شيوان سيمه كې دوه او په لاش جوين ولسوالۍ كې دوه افغان سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 غویی 1397

نوموړي زياته كړه، د جګړو په مهال له ۲۰ زيات طالبان هم وژل شوي او له ۱۰ ډېر نور ټپيان دي.
په همدې حال كې د فراه د ولايتي شورا غړي ادعا كوي، چې د تېرې شپې په بريدونو كې ۵۱ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا په فراه كې د لسګونو افغان سرتېرو د وژلو، د هغوى د زياتې وسلې، تجهيزاتو او هاموې ټانكونو د نيولو ادعا كړې او ويلې يې دي، چې ملګرو ته يې زيان نه دى رسېدلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA