ads

د بدخشان د والي او امنيه قوماندان د ګوښه كولو غوښتنه وشوه

د بدخشان د ولايتي شورا استازو، مدني فعالانو، يو شمېر اوسېدونكو او د جګړې له كبله بې ځايه شوو كسانو په مركز فيض اباد ښار كې د يوې اعتراضيه غونډې په مهال هلته پر بد امنيتي وضعيت اندېښنه څرګنده كړه.
دوى وويل، وردوج او يمګان ولسوالۍ او د تيشكان ولسوالۍ او فيض اباد ښار ځينې سيمې له اوږدې مودې راهيسې د دولت د وسله والو مخالفينو په كنټرول كې دي، چې له كبله يې ګڼ شمېر كورنۍ له خپلو سيمو بې ځايه شوي او د بدخشان امنيتي حالت خراب شوى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
21 غویی 1397

هغوى په دې وروستيو كې د وسله والو طالبانو په لاس د دغه ولايت د كوهستان ولسوالۍ سقوط ته په اشارې ځايي چارواكي په كمزورۍ او بې تفاوتۍ تورن كړل او د والي او امنيه قوماندان د ګوښه كولو غوښتونكي شول.
د يادې اعتراضيه غونډې ګډونوال او د بدخشان د يوې سيمه ييزې راډيو رئيس عبدالبصير حقجو كليد ته وويل، خلكو د دې دوو چارواكو پر ګوښه كولو سربېره د بدخشان په هغو سيمو كې د تصفيوي عملياتو د ترسره كولو غوښتنه كړه، چې اوس مهال د دولت د وسله والو مخالفينو په ولكه كې دي.
خو د بدخشان والي احمد فيصل بيگزاد ويلي، له ملي امنيت شورا او د هېواد له امنيتي او دفاعي ادارو يې غوښتي، چې د مخالفينو له شتونه د دغه ولايت د تصفيې لپاره عمليات ترسره كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA