د افغانستان، پاكستان او انډونيزيا لسګونو ديني عالمانو د جمهور رئيس محمد اشرف غني د سولې له وړانديزه د ملاتړ ترڅنګ پر ټولو ښکېلو خواوو غږ وکړ، چې د سولې نېغ په نېغه خبرې پيل کړي.
دوى نن د انډونيزيا په بوګور ښار كې غونډه وكړه او خپل پرېكړه ليك يې خپور كړ.
په پرېکړه ليک کې راغلي، د درې واړو هېوادونو ديني عالمان ځكه په دې غونډه كې راټول شوي وو، ترڅو د هغو ستونزو او ننګونو په اړه بحث وشي، چې د افغانستان او د اسلامي نړۍ د نورو هېوادونو ولسونه ورسره مخ دي.
د يادو هېوادونو د ديني عالمانو په خبره، دوى په افغانستان، پاکستان او ټوله اسلامي نړۍ کې د سولې راوستلو لپاره خپله ژمنتيا څرګندوي او ټينګار پرې كوي.
سرچينې زياته کړې، افغان ولس له اوږدې مودې راهيسې له ستونزو او سختيو سره مخ دى، خو بيا يې هم د سولې هڅو ته دوام وركړى او ناهيلي شوي نه دي.
په پرېكړه ليك كې ويل شوي، د افغانستان، انډونيزيا او پاکستان ديني عالمان کولى شي په اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه افغانستان کې د سولې او پيوستون په برخه کې فعاله ونډه ولري.
دوى له تاوتريخوالي ډک افراطيت او ترهګري د اسلام د مقدس دين له اصولو سره په ټکر کې بللي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ