ads

افغانستان او بنګلديش په جون مياشت کې درې لوبې کوي

ټاکل شوې د روان کال په جون مياشت کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له بنګلديش سره درې شل اوريزې لوبې ترسره کړي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
20 غویی 1397
افغانستان او بنګلديش په جون مياشت کې درې لوبې کوي

ټاکل شوې د روان کال په جون مياشت کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له بنګلديش سره درې شل اوريزې لوبې ترسره کړي.

د کرکټ بورډ له مطبوعاتي دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لوبې د افغانستان په کوربتوب د روان کال د جون مياشتې په ۳مه، ۵مه او ۷مه نېټه د هندوستان د دهرادون ښار په راجيو ګاندي لوبغالي کې ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس شکرالله عاطف مشعل وايي، کرکټ بورډ خوښ دی چې د بنګلدېش په څېر د پياوړې لوبډلې کوربتوب کوي.

د مشعل په خبره، افغانستان به له بشپړ چمتووالي سره د بنګلديش پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووزي. دغه لوبې د افغانستان او هند تر منځ له ټېسټ لوبې څو ورځې وړاندې ترسره کېږي.

افغانستان او هند د جون په ۱۴مه نېټه ټېسټ لوبه کوي چې د هندي لوبډلې له مشر ويرات کوهلي پرته پکې د هند ټول پياوړي لوبغاړي برخه اخلي. افغانستان داسې مهال له بنګلديش سره د لوبو لړۍ ترسره کوي چې د شل اوريزو لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې افغانستان اتم او بنګلدېش لسم مقام لري. د افغانستان د ملي، ۱۹ کلنې او الف لوبډلې يو شمېر لوبغاړي اوس مهال په هند کې په تمرينانو بوخت دي تر څو پياوړي او ښه ځلېدلي لوبغاړي د بنګلدېش پر وړاندې لوبو ته غوره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA