ads

يوناما د کندوز د هوايي بريد په اړه راپور خپور کړ

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر يوناما وايي، د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ كې د افغان ځواکونو د تېرې ميلادي مياشتې هوايي بريد ۳۶ تنه وژلي او ۷۱ نور يې ټپيان كړي دي.

نویسنده: mayar
18 غویی 1397
يوناما د کندوز د هوايي بريد په اړه راپور خپور کړ

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر يوناما وايي، د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ كې د افغان ځواکونو د تېرې ميلادي مياشتې هوايي بريد ۳۶ تنه وژلي او ۷۱ نور يې ټپيان كړي دي.

يوناما د دوشنبې په ورځ په دې اړه خپل راپور خپور کړ، چې په كې ويل شوي، د وژل شوو ۳۰ تنه او د ټپيانو ۵۱ تنه يې ماشومان وو.

سرچينه زياتوي، دا نه شي ويلى، چې په دغه هوايي بريد كې وژل شوي او ټپيان ټول ملكي وګړي يا هم د طالبانو د ډلې غړي وو.

يوناما په خپل راپور کې ويلي، د وژل شوو او ټپي كسانو شمېرې يې د پېښې له زيانمنو شوو، عيني شاهدانو، دولتي چارواکو، روغتيايي کارکوونکو او په کندوز کې له درېيو لويو مشورتي ټولنو سره د ۹۰ مرکو او د پېښې په تړاو د حقيقت موندنې ماموريت د راپور پر بنسټ ترلاسه کړې دي.

افغان چارواکي وايي، په دشت ارچي ولسوالۍ كې د طالبانو غونډه په نښه شوې او يو شمېر لوړپوړي مشران يې وژل شوي دي.

جمهور رئيس محمد اشرف غني په بريد کې د ولسي تلفاتو له ادعا وروسته يو پلاوى وټاکه، چې په دې اړه پلټنې وکړي، خو دغه پلاوي تراوسه د خپلو پلټنو پايلې نه دي اعلان کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA