ads

نن په آی پي ال کې پنجاب او راجستان لوبه کوي

نن د هند د کرکټ په غوره ليګ کې راجستان رويالز له کېنګز الېون پنجاب سره د لوبې ډګر ته وځي.

نویسنده: mayar
18 غویی 1397
نن په آی پي ال کې پنجاب او راجستان لوبه کوي

نن د هند د کرکټ په غوره ليګ کې راجستان رويالز له کېنګز الېون پنجاب سره د لوبې ډګر ته وځي.

دغه لوبه چې په جېپور کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي.

په دې سيالۍ کې افغان لوبغاړی مجيب الرحمن هم د کېنګز الېون پنجاب په ګټه لوبېږي.

پرون په دې ليګ کې د سنرايزرز حيدراباد او رويال چلنجرز بنګلور ترمنځ لوبه ترسره شوه چې سنرايزرز حيدراباد په ۵ منډو وګټله.

په دې لوبه کې راشد خان او لوبډلمشر کېن وېليمسن ښه وځلېدل.

د دغې لوبې په ګټلو سره د حيدراباد لوبډلې نومرې ۱۶ شوې او په جدول کې يې خپل لومړی مقام لا يقيني کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA