ټاکل شوې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د افغانستان په وخت نن شپه د ايران د اټومي هوكړې په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.
ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه ليكلي، دا پرېکړه به د واشنګټن په وخت د سې شنبې په ورځ د ماسپښين دوه بجې په سپينه ماڼۍ كې اعلان شي.
د امريكا جمهور رئيس له ايران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو د ۲۰۱۵م ميلادي کال اټومي هوكړه ناقصه بللې او خبردارى يې ورکړى و، چې كه اصلاح نه شي، نو ترې وبه وځي.
په همدې حال کې د جرمني او فرانسې د بهرنيو چارو وزيران له خپل بريتانوي سيال سره همغږي شول، چې غواړي پر ټرمپ فشار راوړي، ترڅو د ايران له اټومي هوكړې ونه وځي.
بلخوا د ايران جمهور رئيس حسن روحاني ويلي، چې امريکا به له دې هوكړې په وتلو پښېمانه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ