د هند د کرکټ په غوره ليګ سياليو کې تر دې مهاله افغان لوبغاړي ښه ځلېدلي دي.
سږ كال د آى پي اېل لپاره د پېرل شوو افغان لوبغاړو له ډلې راشد خان او مجيب الرحمن تراوسه په هره لوبه کې لوبول شوي او ښې لوبې يې نندارې ته وړاندې کړې دي.
تېره شپه د کېنګز الېون پنجاب او راجستان رويالز لوبډلو ترمنځ د كركټ ۲۰ اوريزه لوبه وشوه، چې مجيب الرحمن په کې ښه وځلېد او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
نوموړي د کېنګز الېون پنجاب په ګټه لوبه وكړه، په خپلو څلورو اورونو کې يې درې مهم لوبغاړي وسوځول، چې د خپلې لوبډلې په بريا کې يې مهم رول درلود.
په دې سره د آى پي اېل په سږنيو سياليو كې د مجيب الرحمن د وېکټو شمېر ۱۲ ته ورسېد.
دغه راز وړمه شپه بيا د سنرايزرز حيدراباد او ډيلي ډېرډېويلز ترمنځ لوبه کې راشد خان ښه وځلېد او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
نوموړي په څلورو اورونو كې ۲۳ منډې ورکړې او دوه مهمې وېکټې يې ترلاسه کړې.
راشد خان، چې د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې په ګټه لوبېږي، د آى پي اېل په سږنيو سياليو كې يې تر دې دمه درې ځلې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې ده.
نن به د كابل په وخت د ماښام په اووه بجو سنرايزرز حيدراباد لوبډله د رويال چلېنجرز بنګلور لوبډلې سره په حيدراباد كې د لوبې ډګر ته ووځي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ