ads

روحاني: امریکا به د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه په وتلو پښېمانه شي

د ایران جمهور رییس حسن روحاني وايي، امریکا به د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه په وتلو پښېمانه شي.

نویسنده: mayar
17 غویی 1397
روحاني: امریکا به د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه په وتلو پښېمانه شي

د ایران جمهور رییس حسن روحاني وايي، امریکا به د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه په وتلو پښېمانه شي.

روحاني همداراز زیاته کړه، کوم تصمیمونه چې د ایران ملت یي د خپل هېواد د دفاع لپاره نیسي، هېڅ چا پورې اړه نه لري او دوی مجبور نه دي چې د خپل هېواد دفاعي قدرت په تړاو له چا سره خبرې وکړي.

حسن روحاني پرون په هغه وینا کې چې د ټلویزیون له لارې خپرېده، وویل چې ایران د اټمي تړون په اړه د امریکا د جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د هرې پرېکړې په وړاندې د درېدو لپاره پلانونه لري.

روحاني ټینګار وکړ چې که امریکا له دغه تاریخي تړونه ووځي، تاسو به یې د یوې تاریخي پښېمانۍ شاهد واوسئ.

روحاني همداراز زیاته کړه، کوم تصمیمونه چې د ایران ملت یي د خپل هېواد د دفاع لپاره نیسي، هېڅ چا پورې اړه نه لري او دوی مجبور نه دي چې د خپل هېواد د دفاعي قدرت په تړاو له چا سره خبرې وکړي.

جمهور رييس ټرمپ ګواښ کړی چې که اروپایي متحدین یې دغه تړون اصلاح نه کړي، له هغې به ووځي.

پر امریکا سربېره جرمني، فرانسې، روسیې، چین او بریتانیا چې دغه تړون یې لاسلیک کړی، ویلي چې هغه د ایران لاس ته د اټمي وسلې د نه لوېدو تر ټولو غوره وسیله ده او له امریکا یې غوښتي دي چې په هغه کې پاتې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA