د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د هغو ۱۱ طالبانو د اعدام سزا ومنله، چې د دغه هېواد پوځي محكمې په اعدام محكوم كړي وو.
باجوه همدارنګه د هغو درېيو تنو د عمري بند سزا تاييد کړه، چې محکمې مجرم بللي دي.
د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه كې وويل، يادو ۱۱ ترهگرو د ۳۶ ملکي وگړو او ۲۴ امنيتي سرتېرو په وژنه کې لاس درلود.
سرچينه وايي، دغو ترهگرو په خپلو بريدونو کې ۱۴۲ تنه ټپيان كړي هم دي.
پاکستان د پوځي محکمو لړۍ په ۲۰۱۴م ميلادي کال کې وروسته له هغې پيل کړه، چې د پېښور پر پوځي ښوونځي ډله ييز بريد كې د زده كوونكو او ښوونكو په ګډون شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل شول.
د بشري حقونو فعالانو د دې محكمو پر اعلان شوو سزاګانو نيوكې كړې او ويلي يې دي، چې پرېکړې يې په پټه توگه کېږي، خو د پاكستاني پوځ په خبره، د محاکمې په وخت مجرمينو ته له ځانه د دفاع حق ورکول کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ