د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له کبله شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي او يو تن ټپي دی.
د ۷۰۷ پامير زون وياند سيد سرور حسيني کلید ته وويل، نن سهار يو سراچه موټر چې د فارياب له المار ولسوالۍ يې مرکز ميمنې ته مسافر لېږدول، پر ماين ختلی.
حسيني زياتوي، د حکومت وسله والو مخالفينو غوښتل په دغه ماين پوځي موټر والوځوي، خو دغه ماين د ملکي وګړو پر موټر چاودنه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د فارياب ولايت د المار ولسوالۍ اوسېدونکو تل په دې ولسوالۍ کې له امنيتي ستونزو يادونه کړې او له حکومته يې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.
د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دغه ماين د اېښودو مسووليت نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ