د هند د کرکټ په غوره ليګ يا ای پي ال کې نن دوه لوبې ترسره کېږي.
لومړۍ لوبه چې د ممبيي انډينز او کلکته نايټ رايډرز ترمنځ ترسره کېږي، د کابل په وخت د ماسپښين په درېيو بجو پيلېږي.
دغه راز دويمه لوبه چې د کېنګز الېون پنجاب او راجستان رويالز ترمنځ ترسره کېږي، د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي.
پرون هم په دغه ليګ کې دوه لوبې ترسره شوې.
په لومړۍ لوبه کې چېنای سوپر کېنګز رويال چلنجرز بنګلور ته په ۶ وېکټو ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې بيا سنرايزرز حيدراباد ډيلي ډرېډېولز ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه.
په دويمه لوبه کې افغان لوبغاړی راشد خان ښه وځلېد، په ۴ اورونو کې يې ۲۳ منډې ورکړې او دوه مهمې وېکټې يې ترلاسه کړې.
نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
راشد خان تراوسه د سږ کال په لوبو کې درې ځلې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ