د پاکستان د بلوچستان ايالت د ډبرو سکرو په يوه کان کې چاودنې ۲۵ کان کيندونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
راپورونه وايي، د ډبرو سکرو په دغه کان کې د ګاز له کبله چاودنه رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې ۱۶ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.
د پاکستاني چارواکو په وينا، څېړنيزه ډله يې د پېښې د قربانيانو د جسدونو د پېژندلو لپاره سيمې ته رسېدلې ده او خپل کار يې پيل کړی دی.
بلوچستان د کانونو له پلوه يو غني ايالت دی، خو کان کېندونکي يې تل له خطرونو سره مخ وي.
په ۲۰۱۱ کال کې هم د دغه ايالت په يوه کان کې ګازي چاودنې څه باندې ۴۰ تنه ووژل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ