د هېواد په ختيځ کې د يو شمېر ځوانانو له لوري د سولې او حق غوښتنې په نوم درول شوې خېمې نن د يوه پرېکړه ليک په صادرولو سره راټولې شوې.
دغو ځوانانو په هېواد کې د روانې جګړې له ښکېلو غاړو د سولې خبرو د پيل لپاره د اوربند غوښتنه وکړه.
دوى نږدې يوه مياشت وړاندې د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار په ګډون د ختيځ په نورو ولايتونو کې دا خېمې درولې وې.
د سولې او حق غوښتنې د خېمو سرلارو د يوې خبري غونډې له لارې خپلې ټولې غوښتنې له رسنيو سره شريکې کړې.
دوى وايي، خپل پرېکړه ليک به په هېواد کې د جګړې ښکېلو غاړو، کابل کې د امريکا سفارت او د ملګرو ملتونو دفتر ته وسپاري.
د دوى په وينا، كه يې غوښتنې ځواب نه شي، نو نور مدني حرکتونه به پيل کړي.
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا يوه نيمه مياشت مخكې د هلمند په مركز لښكرګاه كې د سولې خېمې تر درول كېدو وروسته په خوست، ننګرهار، پكتيا، بلخ او ځينو نورو ولايتونو كې يې په ملاتړ خېمې ودرول شوې.