ads

د روڼتيا د څار بنسټ: د هېواد د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخ دی

د افغانستان د روڼتيا د څار بنسټ وايي، په تېره څه باندې يوه نيمه لسيزه كې سره له دې، چې افغانستان ته ميلياردونه ډالر راغلل، خو لا هم د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخ دى.

نویسنده: mayar
12 غویی 1397
د روڼتيا د څار بنسټ: د هېواد د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخ دی

د افغانستان د روڼتيا د څار بنسټ وايي، په تېره څه باندې يوه نيمه لسيزه كې سره له دې، چې افغانستان ته ميلياردونه ډالر راغلل، خو لا هم د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخ دى.

د دغه بنسټ مشر سيد اكرام افضلي نن د پوهنې د كيفيت  او امانتوالۍ تر سرليك لاندې كنفرانس كې وويل، دوى په لسو ولايتونو كې د پوهنې په اړه سروې كړې، چې په ډېرى سيمو كې د ښوونځيو د ودانيو حالت د اندېښنې وړ دى.

افضلي زياته كړه، شاوخوا اته زره ښوونځي، چې د ټولو ښوونځيو نږدې نيمايي كېږي، ودانۍ نه لري، د ښوونځيو د ساتنې او څارنې لپاره كوم پلان او بوديجه نه شته، كوم ښوونځي، چې ودانۍ لري، هغه كافي ټولګي نه لري او په خبره يې، د سروې شوو ښوونځيو ۷۰ فيصده يې د كتابونو له كمبود سره مخ دي.

په همدې حال كې د پوهنې وزارت چارواكي هم يادې ستونزې مني او وايي، د دې ستونزو يو لړ يې وار دمخه په ګوته كړې او پلانونه يې هم ورته جوړ كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA