ads

د بغلان د بورې جوړولو فابريکه له فعاليت ولوېده

د بغلان د بورې جوړولو فابريکې سرپرست رئيس غلام سخي وايي، د لبلبو د نشتوالي له كبله د فابريکې توليد درېدلى او که کروندګر لبلبو ونه کري، دغه فابريکه به يو ځل بيا په بشپړ ډول له فعاليته وغورځېږي.

نویسنده: mayar
10 غویی 1397
د بغلان د بورې جوړولو فابريکه له فعاليت ولوېده

د بغلان د بورې جوړولو فابريکې سرپرست رئيس غلام سخي وايي، د لبلبو د نشتوالي له كبله د فابريکې توليد درېدلى او که کروندګر لبلبو ونه کري، دغه فابريکه به يو ځل بيا په بشپړ ډول له فعاليته وغورځېږي.

هغه زياتوي، د فابريکې د سقوط اصلي علتونه د ځمکې كموالى او د کروندګرو لخوا د لبلبو نه کرل دي، چې فابريکه يې له بياځلي سقوط سره مخ کړې ده.

د غلام سخي په خبره، دا فابريکه ۶۰۰ جريبه ځمکه په واک کې لري، چې فعاليت ته يې بسنه نه کوي او وايي، د فابريکې د نورمال فعاليت لپاره ۲۰ زره جريبه ځمکې ته اړتيا ده، چې د لبلبو حاصل يې فابريکه بايد لږ تر لږه درې مياشتې وچلوي.

نوموړي وويل، که د بغلان بورې جوړولو فابريکې ته د اړتيا وړ لبلبو پيدا شي، نو  ۷۰۰ تنو ته به په كې د كار زمينه برابره شي.

غلام سخي له حکومته دې فابريکې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه كوي او په وينا يې، دا فابريکه په يوه شپه او ورځ کې د ۶۰۰ ټنه لبلبو د پروسس ظرفيت لري، چې له يو ټن څخه يې ۱۱۰ کيلو ګرامه بوره ترلاسه کېږي.

بلخوا د بغلان کروندګر وايي، حاضر دي په خپلو ځمکو کې لبلبو وکري، خو حکومت يې لبلبو په داسې ټيټه بيه پېرل غواړي، چې د ځمکې لګښت هم پرې نه پوره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA