ټاكل شوې جمهور رئيس محمد اشرف غني نن پروان ولايت ته سفر وكړي.
ځايي سرچينې وايي، جمهور رئيس غني به د خپل سفر په مهال د جبل السراج د سمنټو فابريكې دوهمه برخه او د دې سيمې د تاريخي ارګ د بيارغونې كار پرانيزي.
ويل كېږي، چې په دغه سفر كې د هېواد له جمهور رئيس سره اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د كابينې يو شمېر غړي ملتيا وكړي.
د پروان ولايت د جبل السراج د سمنټو فابريکې دوه كاله وړاندې د دوهم ځل لپاره فعاليت پيل کړ، چې په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۰ ټنه سمنټو د توليد توان لري.
دا په افغانستان کې د سمنټو د توليد لومړۍ فابريکه ده، چې له ۱۳۳۷ نه تر ۱۳۵۷ کاله پورې يې فعاليت او اقتصادي موثريت درلود، خو له دې نېټې وروسته د توليداتو له کمښت سره مخ شوه او اقتصادي موثريت يې هم پرېوت، بالاخره په ۱۳۸۳ کال کې د برېښنا انرژۍ د کمښت په سبب له بشپړ رکود سره مخ شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ