نامعلومو وسله والو تېره شپه په هرات كې د يوې كورنۍ اووه غړي وژلي دي.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، نامعلومو وسله والو د كشك رباط سنګي ولسوالۍ پر يوه كور بريد وكړ، پر پلار او مور سربېره يې د يوې كورنۍ درې نجونې او دوه هلكان ووژل.
هغه زياته كړه، بريد كوونكي تر پېښې وروسته تښتېدلي دي.
د فرهاد په خبره، امنيتي ځواكونو بريد كوونكي پېژندلي او د نيولو هڅه يې كوي.
دى وايي، امنيتي ځواكونو له يادو وسله والو دوه موټر سايكلونه ترلاسه كړي دي.
د هرات د والي وياند د پېښې علت شخصي دښمني ياده كړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ