ځايي امنيتي چارواكي وايي، د بدخشان د تشكان ولسوالۍ پر مركز د وسله والو طالبانو بريد كې شپږ طالبان او پنځه پوليس وژل شوي دي.
په دغه ولايت كې د مېشتې پامير ۲۰مې فرقې د دوهمې پلې لېوا قوماندان ډګروال محمد نعيم مجددي ويلي، دا بريد پرون شوى دى.
د نوموړي په خبره، طالبانو له دې بريد وروسته په يادې ولسوالۍ كې درې سيمه ييز پوليس په خپلو كورونو كې وژلي دي.
مجددي زياته كړې، په جګړه كې دوه سيمه ييز پوليس او يو شمېر طالبان ټپيان شوي هم دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ