د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د پاکستان حکومت د دې غورځنګ لسګونه غړي نيولي او ښايي دا كار دوام وكړي.
د دغه غورځنګ يوه بنسټګر محسن داوړ پر خپله ټوېټر پاڼه دا خبر خپور کړى او ويلي يې دي، تر دې دمه د پنجاب حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ څه باندې ۳۰ غړي بنديان کړي دي.
نوموړي دا کار غندلى او شرموونکى يې بللى دى.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په داسې حال کې نيول کېږي، چې دې غورځنګ د اپرېل مياشتې په ۲۹مه نېټه په سوات او د مې مياشتې په ۱۲مه نېټه په کراچۍ ښار کې د لويو غونډو جوړولو تکل کړى دى.
ياد غورځنګ وړاندې په پېښور او لاهور كې هم غونډې وكړې، چې ګڼ شمېر كسانو په كې ګډون درلود.
په کراچۍ ښار کې د وزيرستاني ځوان نقيب الله محسود د وژونکي پوځي افسر راو انوار محاکمه، له قبايلي سيمو د ماينونو پاکول، د تلاشۍ پوستو کمول او د پوځيانو لخوا د خلکو د ځورونو بندول، له محاکمې پرته د خلکو د وژنو بندول او ځينې نورې د پښتون ژغورنې غورځنګ مهمې غوښتنې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ