د هند د کرکټ غوره ليګ يا آی پي اېل سياليو كې نن سنرايزرز حيدراباد لوبډله له كېنكز الېون پنجاب سره د لوبې ډګر ته وځي.
دغه لوبه، چې د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي، په حيدراباد ښار کې ترسره کېږي.
دا لوبه ځكه افغانانو ته مهمه ده چې په دواړو لوبډلو كې افغان لوبغاړي لوبېږي.
په پنجاب كې مجيب الرحمن او په حيدراباد كې بيا راشدخان او محمد نبي لوبېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ