د اروزګان ولايت سيمهييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ کې تېره ورځ ناوخته ناپېژندو وسلهوالو يو ۵۰ کلنه مېرمن په ډزو وژلې.
د اروزګان د والي وياند دوست محمد ناياب کليد ته وويل چې دغه مېرمن وسلهوالو د خيرو په کارېز کې د نامعلوم دليل له مخې وژلې ده.
ناياب زياتوي، تر دې وړاندې د دغه ښځې لور هم وسلهوالو کسانو برمته کړې ده چې وروسته د ولايتي ادارې په مرسته د برمته کوونکو له منګولو وژغورل شوه.
ناياب وايي پوليس د پېښې پلټنه کوي او عاملين به يې تر نيولو وروسته د قانون منګولوته وسپاري.
دا لومړی ځل نه دی چې په اروزګان کې يوه ښځه د نامعلومو وسله والو له لوري وژل کېږي بلکې تر دې وړاندې هم په مرکز ترينکوټ کې دغه ډول پېښې رامنځته شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ