د لوګر مرستيال والي قمرالدين شکېب نن د حکومت د وسلهوالو مخالفينو په کمين کې وژل شوی دی.
د لوګر امنيه قوماندان عصمتالله عليزي کليد ته وويل چې دغه پېښه نن تر غرمې وروسته دوه بجې د محمد اغې ولسوالۍ په واغ جان سيمه کې رامنځته شوې ده.
عليزي زياته کړه چې مرستيال والي له لوګر نه کابل ته پر لار و چې د حکومت د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخ شو.
نوموړي زياته کړه چې په دغې حمله کې د مرستيال والي يو ساتونکی هم وژل شوی او د ولايت وياند سليم صالح ټپي شوی دی.
تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ