ads

په کندهار کې يو افغان خبريال ووژل شو

نامعلومو وسله والو نن سهار په كندهار ښار كې افغان خبريال عبدالمنان ارغند وژلى دى.

نویسنده: mayar
5 غویی 1397
په کندهار کې يو افغان خبريال ووژل شو

نامعلومو وسله والو نن سهار په كندهار ښار كې افغان خبريال عبدالمنان ارغند وژلى دى.

پر نوموړي بريد د کندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې شوى دى.

پوليس وايي، بريد کوونکي له بريد وروسته تښتېدلي دي.
په کندهار کې د خپلواکو ژورناليستانو اتحاديې دا پېښه غندلې او له امنيتي ځواکونو يې د عاملينو د نيولو غوښتنه كړې ده.

هڅه مو وکړه، چې د پېښې په اړه د کندهار د امنيه قوماندانۍ نظر هم واخلو، خو بريالي نه شوو.
تراوسه كومې وسله والې ډلې په دې تړاو څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA