د زابل ولايت د ارغنداب ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د اتو تړلو ښوونځيو دروازې د دې ولسوالۍ د قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځايي اوسېدونکو او د پوهنې ولايتي مسوولينو په هلو ځلو بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شوې.
د پوهنې وزارت د اړيکو او عامه پوهاوي رياست وايي، دغه ښوونځي له کلونو راهيسې د يو شمېر علتونو له كبله د زده کوونکو پرمخ تړلي پاتې وو.
د سرچينې په خبره، د زابل د پوهنې رياست ټول درسي او نور اړين توكي د يادو ښوونځيو د مسوولينو په واک کې ورکړي او د نورو ښوونځيو په څېر يې تدريسي چارې پيل شوې دي.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس نصرالله زاهد د معلوماتو له مخې، په تازه پرانيستل شوو ښوونځيو ۲۰۰۰ زده كوونكو ته د بياځلي زده كړې زمينه برابره شوې ده.
نوموړى ډاډ ورکوي، چې د خلکو په مرسته او همکارۍ به د زابل په نورو ناامنو ولسواليو کې هم د تړلو ښوونځيو دروازې بېرته پرانيزي.
دا مهال په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۷ ښوونځي فعال دي، چې ۴۵۰۰ زده كوونكي په كې زده كړې كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ