د پاکستان او روسيې پوځي چارواکو په مسكو کې سره ليدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د پوځي اړيکو پر لا پراختيا خبرې کړې دي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه پرون په يوه رسمي سفر مسکو ته تللى دى.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو ادارې په يوه خپور كړي بيان كې ويلي، باجوه د روسيې د ځمکني پوځ له قوماندان جنرال اوليګ ساليوکوف سره وليدل.
سرچينې زياته كړې، د ليدنې په مهال ساليوکوف وويل، چې پاکستان له جيو ستراتېژيک پلوه يو مهم هېواد دى او دوى غواړي ورسره د پوځونو په کچه اړيکې پراخې کړي.
د پاكستان د پوځ مشر هم د پوځونو په کچه د اړيکو پر پراخولو ټينګار وکړ او زياته يې كړه، چې روسيې د سيمې په پېچلو حالاتو کې مثبت رول لوبولى دى.
په دې وروستيو کې د پاکستان او روسيې ترمنځ اړيکې ډېرې غوړېدلي، چې سياسي شنونكي يې د اسلام اباد او واشنګټن د کړکېچنو اړيکو پايله بولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ