ads

د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د غازي محمد ايوب خان دولتي مډالونه ورکړل شول

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د غازي محمد ايوب خان دولتي مډالونه او نغدي مکافات ورکړل.

نویسنده: mayar
5 غویی 1397
د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د غازي محمد ايوب خان دولتي مډالونه ورکړل شول

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د غازي محمد ايوب خان دولتي مډالونه او نغدي مکافات ورکړل.

د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د کرکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي د خپلو کارونو، لاسته راوړنو او برياوو په اړه د هېواد جمهور رئيس ته  معلومات ورکړل.

جمهور رئيس غني د كركټ ملي لوبډلې لوبغاړي د هېواد واقعي سفيران وبلل او ويې ويل، ټولو ته يې په خپلو کوښښونو او برياوو دا وښوده، چې افغانان په منظمه او منسجمه توګه داسې وياړونه او اتلولۍ ګټلى شي، چې ټول ورباندې ووياړي.

د هغه په وينا، يادې لوبډلې سږ كال په سختو شرايطو کې افغانستان په نړيواله کچه وځلاوه.

نوموړي زياته كړه، افغان لوبغاړو نړيوالو ته وښوده، چې په صداقت او ډسپلين د نړيوالو قوانينو په عملي کولو کې بېساري دي.

د جمهور رئيس غني په خبره، سياسي مداخلې د كركټ په ملي لوبډله کې ځاى نه لري او په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

ده افغان لوبغاړو ته ډاډ ورکړ، چې د ځمکې د ستونزې په ګډون به يې ټولو ستونزو ته په اساسي توګه رسيدګي وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA