جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، نورستان د سرچينو او طبيعي زېرمو له پلوه فقير ولايت نه دى، يوازې اساسي پاملرنه غواړي، چې پخوا نه ده ورته شوې.
نوموړي دا څرګندونې تېر مازديګر په ارګ كې د دغه ولايت يو شمېر مشرانو، استازو او ځوانانو سره د ليدنې په مهال وكړې او د هغوى ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه يې واورېدل.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزير نصير احمد دراني ته لارښوونه وکړه، چې د نورستان د ځنګلونو احيا ته اساسي پام وکړي او همدارنګه يې له يادو مشرانو وغوښتل، چې خپل ولسونه د ځنګلونو ساتنې ته وهڅوي.
هغه د ولايت له مرکز پارون سره د نورستان د پنځو ولسواليو نښلولو ته په اشارې د ټولګټو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې سږ کال په ياد ولايت کې د ۲۰ کيلو مټره پاخه او اساسي سړک جوړولو ته لومړيتوب ورکړي.
د هېواد جمهور رئيس نورستاني مشرانو ته وويل، د نورستان د امنيت د لا ښه ټينګښت په هدف عمليات پيل شوي، چې له وسله والو مخالفينو د سيمو تر تصفيې او د هغوى د تهديدونو تر دفعه کولو به دوام ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ