که څه هم تر دې وړاندې به په يو شمېر ولايتونو کې يوازې د شپې له لوري د مخابراتي شبکو فعالیتونه بند وو، خو اوس په هلمند ولايت کې د ورځې له مخې هم مخابراتي شبکو د وسلهوالو طالبانو په غوښتنه خپل فعالیتونه بند کړي دي.
د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، د مخابراتي شبکو بندښت خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. د لښکرګاه ښار اوسېدونکی جاوېد خان وايي چې له تېرو څو ورځو راهيسې د مخابراتي شبکو فعاليتونه بند دي. د هغه په وينا، په هلمند ولایت کې يوازې سلام مخابراتي شبکه فعاليت کوي چې د خلکو اړتياوې نهشي پوره کولاى. د هلمند ولايت يو بل اوسېدونکی سباوون وايي چې حکومت بايد د مخابراتي شبکو د فعالیت لهپاره پراخ فرصتونه برابر او طالبان پرې نه ږدي چې په کمپنیو فشار راوړي.
د هلمند ولايتي شورا رئيس عطاالله افغان بیا وايي چې خصوصي مخابراتي کمپنۍ بايد د طالبانو د غوښتنې پر ځاى د خلکو اړتياوو ته لومړيتوب ورکړي: ((عام خلک او سوداګر د دې کمپنيو مشتريان دي، خو دوى همېشه د طالبانو غوښتنو ته لومړیتوب ورکوي.)) ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د مخابراتي فعاليتونو د بندېدو له کبله د کمپنيو له چارواکو سره قانوني چلند وکړي.
د خصوصي مخابراتي کمپنيو چارواکو تر اوسه د يادې موضوع په اړه څه نهدي ويلي.
له بل لوري د هلمند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس اميدالله زهير وايي چې د وري له ۲۵مې راهیسې خصوصي کمپنيو د طالبانو په امر خپل فعاليتونه تر نامعلوم وخته ځنډولي دي. د هغه په وينا، حکومت نهشي کولاى پر خصوصي کمپنيو فشار راوړي، څو خپل فعاليتونه بېرته پيل کړي. زهير زياته کړه: ((که موږ پرې فشار راوړو؛ نو کېداى شي بيا يې طالبان په نورو سيمو کې انتونه او وسايل وسوځوي.)) د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال يوازې سلام دولتي مخابراتي کمپنۍ په دغه ولايت کې فعاليت لري. هغه وايي: ((په دې ولايت کې اوسمهال د خصوصي مخابراتي کمپنيو د ١٦٢انتنونو فعاليتونه بند دي، خو زموږ د سلام کمپنۍ ١٠انتنونه بيا فعاله دي او موږ غواړو چې د سلام مخابراتي کمپنۍ فعاليت نور هم پراخ کړو.))
د دې تر څنګ په تېره یوه مياشت کې په ارزګان ولايت کې وسلهوالو طالبانو له دې کبله د مخابراتي شبکو ۹ انتنونه وسوځول چې د دوی په غوښتنه يې خپل فعاليتونه نه بندول. د ولایت مقام ویاند دوست محمد نایاب وايي چې طالبانو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او د دهراوود ولسوالۍ د لویې لارې پر سر په مرچې سیمه کې دغه انتنونه سوځولي دي. نایاب وایي، په سوځول شویو مخابراتي انتنونو کې ۴ د افغان بیسم، دوه د اتصالات او درې د روشن مخابراتي شرکت اړوند دي. نوموړی وايي، که څه هم له دې وړاندې یادو شرکتونو په دغه ولایت کې په ۲۴ ساعتونو کې ۶ ساعته فعالیت درلود، خو په خبره يې اوس يې ټول فعالیتونه په ټپه درولي دي.
افغان چارواکي د خپلو مهمو لاس ته راوړونو په برخه کې یوه هم د مخابراتي تکنالوژۍ د خدمتونو وړاندې کول او خلکو ته د اسانتیاوو برابرول یادوي. افغان چارواکي ادعا کوي چې د افغانستان شاوخوا ۹۰فیصده خلک یې له مخابراتي اسانتیاوو برخمن کړي دي، خو دغو ستونزو ته په کتو څرګندېږي چې تر دې مهاله هم خلک د مخابراتي شبکو د بندښت له کبله له سختو ستونزو سره مخ دي. بل لور ته وسلهوال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي. د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې طالبانو د خلکو د امنيت خونديتوب لهپاره د مخابراتي شبکو فعاليت بند کړى دى. هغه وايي: ((په ځينو سيمو کې عمليات روان دي، له مخابراتي شبکو دولت د جنګ لهپاره ګټه پورته کوي؛ نو ځکه یې موږ فعاليتونه بند کړي دي.)) احمدي زیاته کړې چې د لنډې مودې لهپاره به د کمپنيو فعاليتونه بند وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ