ads

شاهتوت بند، ۲ملیونه وګړو ته د څښاک اوبه برابروي

په داسې حال کې چې په کابل ښار کې ورځ تر بلې د اوبو د کمښت او ککړوالي ستونزه په لويېدو ده، افغان حکومت له شاه اوعروس بند وروسته د شاه‌توت بند د جوړولو پلان لري.

نویسنده: mayar
4 غویی 1397
شاهتوت بند، ۲ملیونه وګړو ته د څښاک اوبه برابروي

په داسې حال کې چې په کابل ښار کې ورځ تر بلې د اوبو د کمښت او ککړوالي ستونزه په لويېدو ده، افغان حکومت له شاه اوعروس بند وروسته د شاه‌توت بند د جوړولو پلان لري.

د شاه‌توت بند د کابل ولايت د چهاراسیاب ولسوالۍ د للندر په سیمه کې د کابل سیند پر یوه څانګه پروت دی.

د دغه بند لومړني تحقيقاتي کارونه په ۱۳۸۷لمريز كال کې د پخواني جمهور رئيس حامد كرزي په دوره كې پيل شوي دي.

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، د شاه‌توت بند د جوړولو تر ټولو مهم هدف؛ كابل ښاريانو ته د څښاك د پاكو اوبو برابرول دي چې په بشپړېدو سره به يې ۲مليونه تنو ته د څښاك پاکې اوبه برابرې شي.

د اوبو او برېښنا وزارت وياند محمد اصف غفوري وايي، د شاه توت بند به د كابل سيند اوبه تنظيم كړي او د تل له‌پاره به په كابل سيند كې اوبه روانې وي. نوموړى زياتوي، دا بند به تر ځمكې لاندې اوبه هم تنظيم كړي، ځكه د اوس له‌پاره د كابل ښار تر ځمكې لاندې اوبو وضعيت د اندېښنې وړ دی.

د شاه‌توت بند به له جوړېدو وروسته ۹۲متـــره ارتفــاع او د ۱۴۶مليــون متره مكعبه اوبو د سپما یا ذخیره کولو ظرفيت ولري او ښایي تر پنځه مېګاواټه برېښنا هم تولید کړي. دا بند به د ۲۳۶مليونه امريكايي ډالرو په لګښت په نږدې پنځو كلونو کې جوړ شي.

شاه‌تــوت بنــد د چهـــل دخــتـــران، خينګوټ، چهاراسياب، اليـــاس‌خېل او خيـــرابــاد كانالــونــو لــه لارې د ۲۵۴۳هكټاره كرنيزې ځمكې له‌پاره اوبه برابروي او ۱۸۴۳هكټاره ځمكې ته به په مستقيم ډول اوبه ورسوي.

د ياد بند ساختماني چارې په لومړي سر كې يو ايراني شركت ته وركړل شوې وې، خو د اوبو او برېښنا وزارت چارواكي وايي، هندوستان د دې بند جوړولو ته لېوالتيا ښودلې او ټول مالي لګښت به يې هم دا هېواد وركړي.

كابل ښار د اوس له‌پاره د څښاك پاكو اوبو د نه لرلو او تر ځمكې لاندې اوبو د كمښت له اړخه له جدي ګواښ سره مخ دی.

د لومړنيو څېړنو له مخې چې تېر كال د كانونو او جغرافيايي خدمتونو شركت له لوري په كابل ښار كې ترسره شوې، په يوه كال كې تر ځمكې لاندې اوبه له څلور تر لس متره لاندې تللې دي.

د اوبو او برېښنا وزارت د بندونو جوړول تر ځمكې لاندې اوبو د مديريت ښه لار بولي. د کابل ښار اوسېدونکي هم له دې کبله چې دغه ښار د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی، د شاه‌توت بند ته ډېرې هيلې لري او له حکومت څخه غواړي چې د دغه ډول بندونو په جوړولو سره په کابل ښار کې د اوبو د کمښت او ککړوالي ستونزه له منځه يوسي او د دغه ښار ټولو سيمو ته پاکې اوبه ورسوي.

د هوا د ککړوالي تر څنګ په تېرو ۱۷کلونو کې د کابل ښار تر ټولو مهمه ستونزه همدغه د پاک اوبو نشت دی چې د دغه ښار اوسېدونکو ته يې ګڼې ستونزې پيدا کړې دي.

د روغتيا پوهانو د څېړنو له مخې د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبه ککړې او د استفادې وړ نه‌دي. د روغتیاپوهانو د معلوماتو له مخې ډېری خلک د څښاک له‌پاره له ککړو اوبو ګټه پورته کوي او له همدې کبله ده چې په ماشومانو، ښځو او نارینه وو کې د ناروغیو کچه لوړه شوې.

د کابل ښار د اوبو او هوا وضعيت هغه وخت لا پسې خراب شو چې له ولايتونو په ځانګړي ډول څنګلورو جګړه ځپلو ولايتونو څخه ګڼ شمېر خلک کابل ښار ته وکوچېدل. دغه بهیر د ښار نفوس له معياري کچې خورا ډېر پورته کړ او د دې سبب شو چې د نورو ستونزو تر څنګ د ښار هوا ککړه او د اوبو سطحه یې راټیټه او ککړه شي.

د اوبو او برېښنا وزارت تر دې دمخه د شاه او عروس بند په همدې هدف جوړ کړ تر څو په کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي، خو تر دې مهاله له دغه بند څخه د اوبو رسولو اساسي کارونه نه‌دي پيل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA