255
۴ غویی ۱۳۹۷
لیکونکی: عصمت‌الله مايار

د سولې غږ دې د جګړې اړخونه بدرګه کړي

د روان لمريز کال د وري په پنځمه هغه مهال د هلمنديانو د صبر کاسه ډکه شوه چې د دغه ولايت په مرکز کې د غېږنيونې له لوبو وروسته د لوبغالي په دروازه کې چاودنې ۱۶تنه ووژل او ۳۵ نور یې ټپيان کړل. دوی له پېښې سره هم‌مهاله په لښکرګاه کې د تحصن خېمه ودروله او له وسله‌والو طالبانو او افغان حکومت يې وغوښتل چې نوره جګړه بس کړي او سولې ته مخه کړي. دغو تحصن‌کوونکو يوازې پر دې کار بسنه ونه‌کړه، بلکې له هغه وروسته چې د اوربند او سولې په اړه وړانديز یې رد شو، د خوړو اعتصاب يې پیل کړ، تر دې چې د يو شمېر کسانو روغتيايي وضعيت خراب او ان روغتون ته یې سر وخوت.

له بل لوري دغه غږ يوازې د هلمند ولایت په جغرافیا پورې ایسار پاتې نه‌شو، بلکې څو ورځې وروسته له زابل، ارزګان، خوست، غزني، پکتیا، کندوز، بلخ، ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو هم د سولې غږونه اوچت شول او د خلکو له لوري د تحصن خېمې ودرول شوې. تحصن‌کوونکو د جګړې په دواړو اړخونو غږ وکړ چې نور دې له جګړې لاس واخلي او سوله دې وکړي. د تحصن په دغو خېمو کې نه يوازې ځوانانو، بلکې سپين ږيرو او ښځو هم ګډون وکړ او دا يې په ډاګه کړه چې افغان ولس له جګړې سخت ستړی شوی او د سولې تږی دی.

خو تر ټولو حیرانوونکې دا ده چې تر دې مهاله د جګړې د لارويانو سخت زړونه نه‌دي نرم شوي او د وروروژنې او افغان وژنې لړۍ په شدت سره روانه ده. له دې څرګندېږي چې لا ډېر کار ته اړتیا ده او لا هم د افغان ولس غږ هغسې رسا شوی نه‌دی چې د جګړې د لارويانو لاسونه ورېږدوي، ټوپک ترې وغورځوي او د سولې بيرغونه پورته کړي. نو له دې کبله خلکو ته ښايي چې نور د سستۍ او بې‌پروايۍ او غفلت له خوبه راپاڅېږي، د تحصن خېمې څه چې د هېواد سړکونه او ميدانونه ډک کړي او په يوه غږ د جګړې په دواړو اړخونو غږ وکړي چې نور بس دی، ډېر افغانان ووژل شول، ټپيان شول او په خپلو وينو کې ولمبېدل. افغان ملت څلور لسيزې جګړې په خپله سينه وزغملې، د کورنۍ غړي، کورونه او مېنې يې له لاسه ورکړې، خو نور د دغه خونړي بهیر درول پکار دي، نور د دې نړۍ په دې توره جغرافيه کې هم د امن او هوساينې ليدل پکار دي. ولس بايد څرګنده کړي چې که نور د جګړې پلويان او لارويان جګړې ته دوام هم ورکوي افغان ملت يې په ټينګه په مخ کې درېږي. د ولس تر څنګ بايد د جګړې دواړه لوري هم سر په ګرېوان کې ننباسي او له ځانه سره دا محاسبه وکړي چې لږ تر لږه په دې تېرو ۱۷کلونو کې دواړو اړخونو له دې بې‌پايه او خونړۍ جګړې څه ترلاسه کړل، دوی بايد د ملت ارادې ته غاړه کېږي او په بېلابېلو ولايتونو کې د تحصن‌کوونکو غږ ته لبیک ووایي.

تېرو څلورو لسيزو جګړو ثابته کړه چې افغانانو هېڅ هم ترلاسه نه‌کړل، بلکې يوازې او یوازې وینې توی شوې، خپل کورونه او مېنې يې ړنګې کړې او خپل اقتصادي بنسټونه يې ونړول. هر څوک چې هره غوښتنه لري د مېز په سر دې هغه مطرح کړي او د جګړې پر ځای دې د سولې لاره غوره کړي، هغه وخت که چا په خپلو ژمنو عمل ونه‌کړ او د سولې، خبرو او منطق بهیر له ماتې سره مخ شو؛ نو ولس ته دې مخ ور واړوي چې دغه دی دوی سوله کوي، خبرې کوي او د منطق په ژبه خپله ستونزه حل کوي، خو مقابل لوری دغسې یو څه نه غواړي، هغه وخت به يې ملت ته هم ثابته کړې وي چې دوی د افغان ولس غوښتنو ته لبيک ووايه، د سولې غږ يې پورته کړ، خو مقابل اړخ يې غوښتنو ته غاړه کېنښوده.

په وروستيو کې چې افغان حکومت د کابل په کنفرانس کې له هر ډول قيد او شرط پرته طالبانو ته د سولې وړانديز وکړ، اوس طالبانو ته هم ښايي چې د خبرو مېز ته راشي او ملت ته څرګنده کړي چې دوی هم سوله غواړي، هغه وخت کې په اساسي قانون کې د تعديل غوښتنه لري، يا هم له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل غواړي هر څه دې پر مېز ملت او نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړي. په هغه صورت کې به په افغانستان کې د وينو روان سيند درېږي، هره ورځ به سلګونه افغانان د جګړې له کبله نه وژل کېږي، د ټوپک ځای به منطق ونيسي او دواړه اړخونه به د ملت پر زړونو حکومت وکړي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *