د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، تېره شپه د دې ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ سيمه كې د افغان ځواکونو د توپچي بريدونو له كبله ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، دا بريدونه د داعشيانو پر پټنځايونو او مرکزونو ترسره شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دغو بريدونو کې د داعش وسله والو شپږ مرکزونه، نهه تونلونه او يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
مشرقيوال زياته كړه، په ترسره شوو بريدونو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تر دا مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ