ads

په ای پي ال کې نن پنجاب او ډيلي لوبه کوي

د هند د کرکټ غوره ليګ يا ای پي ال سياليو كې نن کېنګز الېون پنجاب له ډيلي ډرېډېولز سره د لوبې ډګر ته وځي.

نویسنده: mayar
3 غویی 1397
په ای پي ال کې نن پنجاب او ډيلي لوبه کوي

د هند د کرکټ غوره ليګ يا ای پي ال سياليو كې نن کېنګز الېون پنجاب له ډيلي ډرېډېولز سره د لوبې ډګر ته وځي.

دغه لوبه چې د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي، په ډيلي کې ترسره کېږي.

دا لوبه ځكه افغانانو ته مهمه او په زړه پورې ده، چې په پنجاب لوبډله كې افغان لوبغاړى مجيب الرحمن هم لوبېږي.

پرون هم د دغه ليګ دوې لوبې ترسره شوې.

په لومړۍ لوبه کې چنای سوپر کېنګز سنرايزرز حيدراباد ته ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې بيا راجستان رويالز ممبيي انډينز ته ماتې ورکړه.

يادو سياليو ته سږ کال څلور افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان، مجيب ځدراڼ او ظاهر خان اخيستل شوي وو، چې يوازې ظاهر خان په تمريني لوبو کې د ټپي کېدو له کبله بېرته افغانستان ته راستون شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA