وسلهوالو طالبانو د هرات په چشت ولسوالۍ کې له يوه مسافر وړونکي موټر څلور مسافر ښکته کړي او له ځان سره يې وړي دي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، دغو کسانو له غور ولايت هرات ته سفر درلود چې د دغه ولايت د چشت ولسوالۍ د دره تخت په سيمه کې د وسلهوالو طالبانو له لوري له موټر ښکته کړل شوي او له ځان سره يې وړي دي.
فرهاد ټينګار کوي چې تښتول شوي کسان د غور ولايت اوسېدونکي او ملکي وګړي دي.
د والي د وياند په خبره، امنیتي او کشفي ادارې د دغه کسانو د راخوشي کولو لپاره هڅې کوي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ