د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد له كبله درې داعش وسله وال وژل شوي دي.
د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، نن له غرمې مخكې شاوخوا ۱۱ بجې د اچين ولسوالۍ مچ سر سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې بريد کړى، چې په ترڅ كې يې درې داعش وسله وال وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په دې هوايي بريد كې د داعش وسله والو يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
داعش ډلې تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ