په غور ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ په وسلهواله نښته کې دوه تنه وژل شوي دي.
د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي کلید ته وويل، د دغه ولايت د دولينه ولسوالۍ په يارخان کلي کې د دوو قومونو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
نوموړي زياته کړه، په دې نښته کې له دواړو لورو دوه تنه وژل شوي او نښته د قومي مشرانو په منځګړيتوب پای ته رسېدلې ده.
څو ورځې وړاندې هم په دې سيمه کې د دوو نورو قومونو ترمنځ نښته رامنځته شوه چې مرګ ژوبله يې نه لرله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ