د بغلان ولايتي چارواکو د سولې لپاره د ښه نيت له كبله وسله والو طالبانو ته په دولتي روغتونونو کې د خپلو ناروغانو د درملنې اجازه ورکړې ده.
د دغه ولايت والي عبدالحى نعمتي دا خبره د شنبې په ورځ په مرکز پلخمري ښار کې د سولې په اړه يوې لويې جوړې شوې غونډې ته وکړه.
هغه زياته کړه، حکومت چمتو دى، چې طالبانو ته نور هم ځان نږدې کړي او په همدې هدف يې د ولايت ټولو روغتيايي مرکزونو ته امر کړی، چې د طالب ناروغانو درملنه او ښه چلند ورسره وکړي.
د نعمتي په وينا، طالبان دې د ملي يووالي حكومت د سولې وړانديز ته مثبت ځواب ووايي.
والي غونډې ته ورغلو سلګونو قومي مشرانو او ديني عالمانو څخه د سولې په تړاو په کليو او بانډو کې د عامه پوهاوي او په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخيستو غوښتنه وکړه.
د بغلان د سولې ولايتي کمېټې رئيس اسدالله شهباز هم له ديني عالمانو وغوښتل، چې په کليو او بانډو كې د سولې پروسې د چټکتيا لپاره لاس په کار شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې ولايت په دوو سيمو کې د سولې خېمې هم درول شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ