ads

باميان ولايت ته د برېښنا رسونې د درېيو پروژو تړونونه لاسليک شول

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په حضور کې نن له غرمې مخکې باميان ولايت ته د برېښنا رسونې د درېيو پروژو تړونونه لاسليک شول.

نویسنده: mayar
2 غویی 1397
باميان ولايت ته د برېښنا رسونې د درېيو پروژو تړونونه لاسليک شول

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په حضور کې نن له غرمې مخکې باميان ولايت ته د برېښنا رسونې د درېيو پروژو تړونونه لاسليک شول.

په دې مناسبت په ارګ د لوړ پوړو دولتي چارواکو او په ملي شورا کې د باميان ولايت د استازو په ګډون جوړو شوو مراسمو کې د افغانستان د برېښنا شرکت رئيس له هندي او چينايي کمپنيو KEC، شيماپاور او اېم اېس شي‌جيانګ پاور سره دا تړونونه لاسليک کړل.

ياد ولايت ته د ۱۸۰ کيلو مټرو په اوږدوالي او د ۴۳ اعشاريه ۸ ميليون ډالرو په ارزښت د ۳۰۰ مېګاواټو په ظرفيت د دوشي سب ‌سټيشن څخه تر باميان ښار پورې د ۲۲۰ کيلوولټه لين غځولو تړون له هندي کمپنۍ KEC، د باميان په دشت اژدر سيمه کې د ۱۱ اعشاريه ۶ ميليون ډالرو په ارزښت او د ۳۲ مېګاواټو په ظرفيت د سب‌ سټيشن جوړولو تړون له اېم اېس شي‌جيانګ پاور چينايي کمپنۍ او د ۲۴ اعشاريه ۱ ميليون ډالرو په ارزښت د باميان ښار د برېښنا د لېږد شبکې تړون، چې په لومړيو کې به ۲۰ زره او په راتلونکې کې به ۳۵۰ زره کورنيو ته برېښنا رسوي، له شيما پاور هندي کمپنۍ سره لاسليک شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA