د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له کبله دوو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کندهار د پولیسو مرستيال وياند هلال کلید ته وويل، د دغه ولايت د ارغستان ولسوالۍ اړوند په بولان سيمه کې د حکومت د وسلهوالو مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوی ماين په ملکي وګړو چاودنه کړې چې يو تن پکې وژل شوی او بل ټپي دی.
نوموړي زياته کړه چې ټپي شوی تن د پوليسو له لوري روغتون ته رسول شوی دی.
د حکومت کومې مخالفې وسلهوالې ډلې تر دې مهاله د دغه چاودنې مسووليت نه دی منلی.
دا لومړی ځل نه دی چې د سړک غاړې ماين په ملکي وګړو چاودنه کوي بلکې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د ماينونو په چاودنو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ