په ننګرهار ولايت کې د ملي امنيت منسوبينو يو وسلهوال طالب نيولی او يو بل هم د سولې له پروسې سره يو ځای شوی دی.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت منسوبينو د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې د عملیاتو پر مهال د سراج الحق په نوم وسلهوال طالب چې د کونړ ولایت اصلي اوسیدونکی دی، ژوندی نیولی دی.
خبرپاڼه زياتوي، نیول شوي وسلهوال طالب اعتراف کړی، چې د بهار په نوم د وسلهوالو طالبانو د یو قوماندان تر مشرۍ لاندې یې فعالیت کاوه او په وروستیو کې دنده ورکړل شوې وه، چې له جلالاباد ښار څخه کونړ او نورستان ولایتونو ته د تلونکو ګوزڼ ضد واکسین کوونکو له تګ راتګ څخه دوی ته مالومات ورکړي.
د خبرپاڼې له مخې همدا راز د ملي امنیت منسوبینو د هلو ځلو په ترڅ کې د حضرت عمر په نوم وسلهوال طالب له جګړې لاس واخیست او د سولې له پروسې سره یو ځای شو.
نوموړي چې خپل یو میل کلاشینکوف یې هم د ملي امنیت منسوبینو ته وسپاره وويل، د وسلهوالو طالبانو د یو قوماندان قاري عمران تر مشرۍ لاندې یې په پچیراګام او چپرهار ولسوالیو کې فعالیت کاوه، چې د حقایقو په درک کولو سره یې د سولې لاره غوره کړه .
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ