د زابل ولايت په نوبهار ولسوالۍ کې له تېرو څو کلونو راهيسې د ناامنيو او يو شمېر نورو ستونزو له كبله د تړلو ۱۳ ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوې.
دا ښوونځي د سيمې د اوسېدونکو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او پوهنې رياست په هلو ځلو بېرته پرانيستل شول.
د پوهنې وزارت د اړيکو او عامه پوهاوي رياست لخوا خپره شوې خبرپاڼه كې د زابل د پوهنې رئيس نصرالله زاهد له قوله راغلي، د يادو ښوونځيو له پرانيستو سره د سيمې څه باندې درې زره زده کوونکو ته د بيا زده کړې زمينه برابره شوه.
نوموړى زياتوي، د ولس په همکارۍ په خاک افغان، اټغر، ارغنداب، داى چوپان او ځينو نورو ولسواليو کې هم هڅې روانې دي، چې هلته تړلي يو شمېر ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.
ځايي اوسېدونکو د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې په هدف د ښوونځيو فعاله ساتلو لپاره له پوهنې رياست سره د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
دوى د زابل د نورو سيمو پر اوسېدونکو هم غږ وکړ، چې د پوهنې له روان کاروانه ملاتړ وکړي او خپلو اولادونو ته د بيا زده کړې زمينه برابره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ