ads

شمالي كوريا اټومي او توغندويي ازموينې ودرولې

شمالي کوريا وايي، سر له ننه په دې هېواد كې اټومي او توغندويي ازموينې نه كوي.

نویسنده: mayar
1 غویی 1397
شمالي كوريا اټومي او توغندويي ازموينې ودرولې

شمالي کوريا وايي، سر له ننه په دې هېواد كې اټومي او توغندويي ازموينې نه كوي.

د دغه هېواد مشر کيم جونګ اون خپل پوځ ته امر کړى، چې نور دې بالسټيک توغندي نه ازمويي.

نوموړي د خپل ګوند په غونډه کې د خبرو په مهال ويلي، شمالي کوريا تر دې وروسته اټومي او توغندويي ازموينو ته اړتيا نه لري، نو دا لړۍ دې ودرول شي.

هغه زياته کړې، پيونګيانګ دې نور هېڅ ډول بالسټيک توغندى نه ازمويي.

د دې خبر له خپرېدو څو دقيقې وروسته د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د شمالي کوريا د دغه اقدام هرکلى وكړ.

نوموړي وويل، له پيونګيانګ سره هوکړې ته رسېدلي، چې له دې وروسته به بالسټيک توغندي نه ازمويي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA