ads

د پکتيکا اوسېدونکي له بېکارۍ سر ټکوي

په پکتيکا ولايت کې بېکاري ورځ تر بلې په ډېرېدو ده. د دغه ولايت اوسېدونکي په ځانګړي ډول مزدور کاران له بې کارۍ سر ټکوي او وايي په مياشت کې لس ورځې کار وي، خو شل نورې ورځې بېکاره ګرځي.

نویسنده: mayar
1 غویی 1397
د پکتيکا اوسېدونکي له بېکارۍ سر ټکوي

په پکتيکا ولايت کې بېکاري ورځ تر بلې په ډېرېدو ده. د دغه ولايت اوسېدونکي په ځانګړي ډول مزدور کاران له بې کارۍ سر ټکوي او وايي په مياشت کې لس ورځې کار وي، خو شل نورې ورځې بېکاره ګرځي.

د دوی په خبره، پخوا ښه وه، په مياشت کې به شل ورځې ورته کار پیدا کېده، خو اوس د بې روزګارۍ له کبله له سختو ستونزو سره مخ دي او حتا اړ دي نورو ولايتونو او هېوادونو ته سفر وکړي.

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د شهيدانو څلور لارې ته څېرمه هره ورځ په سلګونو کارګر چې تنکي ځوانان او سپين ږيري هم پکې شامل دي، له سهار تر ماښامه ولاړ وي تر څو ورځنی کار ومومي او خپل اولادونو او کورنیو ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.

يو تن کارګر محمد سرور وايي، له اورګون ولسوالۍ مرکز ښرنې ته راغلی، خو هېڅ کار ورته نه موندل کېږي. د هغه په خبره، د شل کسه کورنۍ نفقه ور تر غاړې ده او که کار ونه کړي چاره يې نشته: ((هغه د چا خبره چې لاس ودرېږي خوله هم درېږي.))

نوموړی له دولت او پانګوالو غوښتنه کوي داسې کارونه دې رامنځته کړي چې خلکو ته کار وموندل شي.

يو بل کارګر عبدالمتين هم له بېکارۍ سر ټکوي. نوموړی وايي، بې روزګاري تر پخوا ډېره شوې او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

عبدالمتين زياتوي، د بيا رغونې په پروژو کې هغو کسانو ته کار ورکول کېږي چې واسطه ولري او يا هم د خان او ملک خپلوان وي.

نوموړی هم له دولت غوښتنه کوي چې عامو او کارګرو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

په همدې حال کې يو شمېر لوستي کسان چې پوهنتونونه يې هم لوستي او د لېسانس سند په لاس کې لري، د کار له نشت سر ټکوي. دوی وايي، بېکارۍ له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د عبدالله په نوم يو ځوان وايي، ۱۶ کاله يې زده‌کړې وکړې خو اوس چې فارغ شوی دی، کار ورته نشته او دې چارې سخت مايوسه کړی دی.

له بل لوري د پکتيکا ولايت ځايي چارواکي هم مني چې نه يوازې په پکتيکا بلکې ټول هېواد کې بې کاري ورځ تر بلې په ډېرېدو ده. د دوی په خبره د بېکارۍ د کمښت لپاره بايد دولت او خصوصي سکتور په ګډه مبارزه وکړي.

د پکتيکا ولايت د مقام مطبوعاتي مسوول محمد رحمان اياز وايي، چې که څه هم دولت په بېلا بېلو ادارو او پروژو کې خلکو د کار زمينې رامنځته کړې دي خو دا کافي نه دي او بايد په دې برخه کې ځانګړي پروګرامونه په لاره واچول ترڅو د هېوادوالو دغه مهمه ستونزه حل شي او خلکو ته کار وموندل شي.

اياز زياتوي، دولت د خپلو اصولو او قوانينو له مخې ډېر لوستي ځوانان په دولتي بستونو کې جذب کړي دي. د نوموړي په خبره، يوازې تېر کال دوی شاوخوا ۲۵۰۰ لوستي کسان په دندو وګمارل او دا بهیر تر اوسه هم دوام لري.

د اياز په خبره، په هېواد کې لوستي کسان ډېر دي او ټولو ته کار موندل اسانه نه دي: ((دا ستونزې به ورو ورو او په تدريجي ډول له منځه وړو.))

د يادولو ده چې اوس مهال بېکاري د هېواد په کچه يوه ستره ستونزه او له همدې کبله په تېرو څو کلونو کې ډېری ځوانانو بهرنیو هېوادونو ته مخه کړه. خو تر دې مهاله هم حکومت د دغه ستونزې د مخنيوي په هدف کوم ځانګړی پلان نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA