ads

د هلمند په ګرشګ ولسوالۍ کې پوليس له خلکو پيسې اخلي

د جنوبي ولايت هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې يو شمېر پوليس له خلکو په يوه او بل نوم پيسې اخلي. د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پوليس ورته بېلا بېلې پلمې جوړوي او پيسې ترې اخلي.

نویسنده: mayar
1 غویی 1397

د جنوبي ولايت هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې يو شمېر پوليس له خلکو په يوه او بل نوم پيسې اخلي. د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پوليس ورته بېلا بېلې پلمې جوړوي او پيسې ترې اخلي.

د ګرشک ولسوالۍ ولسوال محمد سليم رودي هم له کلید سره په خبرو کې ومنله چې يو شمېر پولیس يې له خلکو د پیسو اخيستو په تور ليدلي دي او د دغه ولسوالۍ امنيه قومندانۍ او ملي امنيت ته يې دنده سپارلې چې له دغو پوليسو سره قانوني چلند وکړي.

رودي زياتوي، پوليس غیرمسلکي دي له همدې کبله له خلکو پيسې اخلي: ((که چېرې د پوليسو په لیکو کې لوستي کسان جذب شي، ښايي د دغه ډول ستونزو مخه ونيول شي.))

له بل لوري د دغه ولسوالۍ امنیه قومندان محمد اسماعيل خپلواک هم تاييدوي چې يو شمېر پولیسو له خلکو پیسې اخيستلې، خو د نوموړي په خبره دغه پولیس يې مجازات کړي دي: ((دا ډېر کم موارد وو، بیا هم که څوک ګوري چې پوليس ترې پيسې اخلي، موږ ته دې خبر راکړي.))

په همدې حال کې د هلمند ولايت امنیه قومندان ملي پاسوال عبدالغفار ساپی وايي، د دغه ډول کړنو مخه يې تر ډېره نيولې ده.

نوموړی وايي، د اداري فساد په وړندې مبارزه يې په لومړيتوبونو کې ده او په دې برخه کې به لا نور جدي ګامونه واخلي.

دا لومړی ځل نه دی چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې خلک د پولیسو له لوري له پیسو اخيستو شکايت لري، بلکې تر دې وړاندې د افغانستان په ډېری لويو لارو کې هم خلکو او د باروړونکو لويو موټرونو ډرېورانو له دغه ستونزې شکايت کړی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA