د غزني ولايت ځايي چارواکي وايي، د روان لمريز کال په وري مياشت کې په غزني ښار کې د ترور ۹ پېښې رامنځته شوې دي.
په وروستۍ پېښه کې د جمعې په ورځ يو تن ټرافيک پوليس د نامعلومو وسله والو له لوري ترور کړای شو. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري کليد ته وويل، د دغو پېښو په تړاو د پوليسو له لوري ۱۱ کسان نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې له دغو کسانو په غزني کې د ترور د بانډنو او ډلو د موندلو په هدف څېړنې روانې دي.
غزني د هېواد له ناامنو ولايتونو څخه دی چې يو شمېر سيمې يې د طالبانو په کنټرول کې هم دي.
دغه ډله حتا له کاروباريانو هم د غزني په ښار کې ماليه اخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ