ads

ډنډ پټان كې د پاکستاني پوځ لخوا جوړو شوو پوستو کې افغان پوليس مېشت شول

د پكتيا د ډنډ پټان ولسوالۍ په انځرکي کنډو او ټوپ سر سيمو کې د پاکستاني پوځ لخوا په جوړو شوو پوستو کې افغان سرحدي ځواکونه ځاى پر ځاى شول.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 وری 1397
ډنډ پټان كې د پاکستاني پوځ لخوا جوړو شوو پوستو کې افغان پوليس مېشت شول

د پكتيا د ډنډ پټان ولسوالۍ په انځرکي کنډو او ټوپ سر سيمو کې د پاکستاني پوځ لخوا جوړو شوو پوستو کې افغان سرحدي پولیس ځاى پر ځاى شول.
د دې ولايت د رسنيو له دفتره كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، يادې سيمې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وې او د افغان امنيتي ځواکونو د نه شتون له كبله په کې پاکستاني پوځيانو پوستې جوړې کړې وې، چې د عملياتو په لړ كې د افغان حکومت تر ولکې لاندې راغلې.
سرچينه زياتوي، د سې شنبې او چهار شنبې په ورځو د افغان او پاکستاني خواوو ترمنځ له برياليو خبرو وروسته پاکستانيان دې ته چمتو شول، چې د ډيورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته په انځرکي کنډو او ټوپ سر سيمو كې خپلې جوړې كړې پوستې افغان ځواکونو ته تسليم کړي.
د انځرکي کنډو سيمه جنوب ختيځ زون ته د وسله والو طالبانو تر ټولو لويه اکمالاتي لاره وه، چې د افغان ځواکونو په عملياتو کې وتړل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA